دغیرت چیغه
یعقوب منګل یعقوب منګل

پریږدۍ افغانانوخپل منځې٬جنګونه نورپریږدۍ

ویښ شۍ رابیدارشۍ دغفلت٬خوبونه نورپریږدۍ

 

داچه په یونوم اوپه بل نوم موپخپل منځ کي جنګوي

ددښمن داپوچ اوبیهوده٬تبلیغونه نورپریـــــــــــږدۍ

 

دوطن هروګړي مسلمان دي دشهادت کلیمه وائ

وهل په ناحقه ټاپې او٬موهرونه نورپریـــــــږدۍ

 

خلک تباه٬وطن برباد٬ټوله هستي چوراوچپاول شوه

ډکول له بیت الماله غټ غټ٬جیبونه نورپـــــرږدۍ

 

ورک کړۍله مغزونه قوم پرستي اوفاشیتي خواص

داکرغیړن اوله شرمه ډک٬عادتونه نورپریـــږدۍ

 

په ړندوپیشوګانو٬موږک هیڅوک نشي نیولــــــــــــي

پرمختګ ته ضرورت لري وطن٬ړانده فکرونه نورپریږدۍ

 

دافغان نوم مونیکونولوړ ساتلي په جهـــــــــــان دي

سم په لارروان شۍ خطرناک٬کږلیچونه نورپریږدۍ

 

پورته شۍ وطنوالوپخپلومټوموخپل وطن آبادکړۍ

دپردوپه لاس نه جوړیږي٬داآرمانونه نورپریږدۍ

 

هرڅوک که دافغانستان ټوټه کیدوهوس لري په سرکي

واورۍ!ککرۍ به موشي ماتي٬داسي هوسونه نورپریږدۍ

 

ای دخیبرپښتونخوازلموځوانانود(منګل) درته پیغام دۍ

دغیرت چیغه کړۍ پورته٬دپنجابیانوځنځیرونه نورپریږدۍ

 

24.01.2013

آلمان


January 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان